لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو، چې د ایتلاف الوتکو یې مرسته کوله، په کونړ ولایت کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغو عملیاتو، چې د لیندۍ په ۲۴مه د پېچ درې ولسوالۍ په متینه سیمه کې ترسره شول، یو بل اورپکی ټپي کړ.