خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۸مه/ راپور ورکړ، چې افغان کماندویانو په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان، چې د پنځو ولایتونو مسؤل وو،وواژه.
د دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوېد وویل، اورپکی، چې د بلال ځدراڼ په نامه یاد شوی، د چارشنبې په شپه ناوخته /د لیندۍ ۲۷مه/ ووژل شو.
جاوېد وویل چې ځدراڼ په خوست، پکتیا، غزني، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې د طالبانو د سرې قطعې مسؤل وو.
ځدراڼ وروسته له هغه ووژل شو چې د ملي امنیت شورا د لړم په ۲۴مه د هېواد امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ چې د اورپکو پر ضد تهاجمي عملیات پیاوړي کړي.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.