د متحده ایالاتو استازی: د افغانستان د سولې خبرې 'ګټورې' وې

سلام ټایمز

ابو ظبي، متحده عرب امارات -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزادد طالبانو له یوه پلاوي سره د افغانستان په هکله دوه ورځنۍ د سولې خبرې، چې د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۷مه/ په ابوظبي کې پای ته ورسېدلې، «ګټورې» وبللې.

د خلیلزاد دفتر د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۸مه/ په یوه ټویټ کې لیکلي، «مونږ په متحده عرب اماراتو کې له افغان او نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د بین الافغاني خبرو اترو د هڅونې په لور ګټورې کتنې ترسره کړې،»

طالبانو په یوه اعلامیه کې تایید کړه، چې دغه خبرې به دوام ومومي‌.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، «د مذاکراتو راتلونکې کتنې به وروسته له هغه دوام ومومي چې دواړه لوري له خپلو مشرانو سره پرې بیاکتنه او مشورې وکړي،»

هېڅ لوري د راتلونکو مذاکراتو لپاره نېټې نه دي تایید کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500