فاریاب کې له وخت نه مخکې بمي چاودنې ۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوې له وخت نه مخکې چاودنې په فاریاب ولایت کې لږ تر لږه څلور طالب اورپکي ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه د دو شنبې په شپه /د لیندۍ ۲۶مه/ په شیرین تګاب ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې اورپکو د ولسوالۍ په لویه لاره د یوه بم د ښخولو لپاره تیاری کاوه.

طالب اورپکي اکثر وختونه د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد له په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو څخه کار اخلي، خو د دغو چاودنو ډېرې ملکي خلک وژني. په ځینې پېښو کې، پخپله طالب اورپکي په له وخت نه مخکې چاودنو کې الوزي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500