د متحده ایالاتو استازی د طالبانو له خوا د سولې د غوښتنې په هکله شک لري

ای اېف پي

کابل -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۹مه/ د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د طالبانو د غوښتنې په هکله شک څرګند کړ. هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې اورپکو د کابل له خوا لېږل شوي هیئت سره له خبرو څخه انکار وکړ.‌

خلیلزاد دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبانو «په ریښتیا سوله غوښتله» اریانا نیوز ته وکړه. نوموړي وویل چې هغه په دې متیقن وو چې افغان حکومت غوښتل چې شخړه پای ته ورسېږي.‌

په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا د مرکې د ترجمې په اساس، خلیلزاد وویل، «مونږ باید انتظار وباسو او د هغوی راتلونکي ګامونه وګورو،»

خلیلزاد، او ورسره سعودي عربستان او پاکستان، د دې اونۍ په لومړیو کې په ابوظبي کې له طالبانو سره مخامخ خبرې لرلې،چې متحده عرب اماراتو «ټولو لوریو ته مثبتې» وبللې.

خلیلزاد وویل، خو طالبانو له ۱۲ کسیز افغان پلاوي سره ونه کتل. هغه د هغوی دا پرېکړه «غلطه» وبلله.

په کابل کې د متحده ایالاتو دغه پخواني سفیر وویل، «که طالبان په ریښتیا سره سوله غواړي، هغوی باید له افغان حکومت سره کېني چې بالاخره یوې هوکړې ته ورسېږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پروسه چې خلیلزاد پیل کړې ده ډېره ښه ده، خو اصلي پوښتنه دا ده چې ولې طالبان نه غواړي چې د افغانستان له مذاکره کوونکي ټیم سره خبرې وکړي، ځکه چې افغان حکومت نه نسکوریږي، له دې امله نه غواړي چې له افغان مذاکره کوونکیو سره خبرې اترې وکړي. هغوی غواړي چې مستقیماً د امریکا د متحده ایالاتو حکومت سره خبرې وکړي.‌

ځواب ورکړئ