کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان پولیسو د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال په دغې ولسوالۍ کې د یوې جګړې په ترڅ کې وواژه.
په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي حمیدالله د طالب اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ د ګرزیوان ولسوالۍ په سرچکان سیمه کې د نښتي جنګ په ترڅ کې ووژل شو.
اعلامیه د پېښې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې په دې نښته کې درې نور طالب جنګیالي ووژل شول.
همدغه اعلامیه زیاتوي، چې له دې جلا د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې د یوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه اته طالب اورپکي ووژل شول.
د دغې جګړې په ترڅ کې څلور پولیس افسران ووژل شول.