کابل -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د مرغومي ۷ مه/ د متحده ایالاتو له هوایي ځواک څخه د ترلاسه شویو بې نېټې ارقامو په اساس راپور ورکړی، چې د ایتلاف هوایي بریدونو د دې کال د لړم له ۱۸مې راهیسې د ۹ قوماندانانو په شمول اټکل ۱۰۸۹ طالب جنګیالي وژلي دي.
له ایتلافي ځواکونو څخه د ترلاسه شویو ارقامو په اساس، له دوه میاشتو څخه په لږه موده کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالب اورپکو پر ضد له ۴۴۰ څخه ډېر هوایي بریدونه ترسره شول.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې ډېرېدونکي نظامي فشار په وروستیو کې د طالب اورپکو تر منځ د پام وړ تلفات رامنځته کړي دي.
د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل، «په وروستیو کې، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د هېواد د دښمنانو پر ضد تهاجمي بریدونه ۱۰۰٪ ډېر شوي، چې ښه نتایج یې لرلي. هره اونۍ د افغانستان د دښمنانو په لسګونو قوماندانان وژل کیږي.»