د هلمند پولیسو لږ تر لږه ۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

هلمند -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان پولیسو د هلمند ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې د یوې شپنۍ نښتې په ترڅ کې د یوه محلي قوماندان په شمول لږ تر لږه پنځه طالب اورپکي ووژل.‌

اعلامیه د برید د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، «دغه نښته په سپین جومات کلي کې وشوه،»

شپږ نور طالب اورپکي ټپیان شول.‌

اعلامیه زیاتوي،‌ پولیسو له اورپکو څخه دوه کلاشینکوفونه، مهمات او نور پوځي تجهیزات ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500