افغان سرتېرو په فاریاب کې لږ تر لږه ۱۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې یوه نښته د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۳مه/ د اورپکو او افغان ځواکونو تر منځ د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې پيل شوه، چې لږ تر لږه ۸ تنه طالب جنګيالي په کې ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.‌

اعلامیه وایي، چې له دې جلا، افغان هوايي ځواک د چارشنبې په ورځ په ګرزیوان ولسوالۍ کې د طالبانو دوه پټنځایونه ویجاړ کړل او لږ تر لږه درې تنه اورپکي یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500