|

د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په بلخ کې د طالبانو تش په نامه ولسوال ونیو

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ونیو.

چارواکو نوموړی د غایب الله په نامه یاد کړی او په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو پنځه میاشتې مخکې هغه ټاکلی وو. په اعلامیه کې د هغه د پوره نوم یا د هغه د نیونې د وخت په هکله څه نه دي ویل شوي.‌

په همدې اعلامیه کې راغلي، چې له دې جلا، د ملي امنیت ریاست په چمتال ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو په لیکو کې د طالبانو یو جاسوس ونیو.

چارواکو وویل، مشکوک کس، چې د غازي محمد په نامه یاد شوی، پلان درلود چې په دې ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان ووژني او له طالبانو سره د یوې امنیتي پوستې په نیولو کې مرسته وکړي.

اعلامیه وایي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 0

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

له جګړې او طالبانو څخه ستړي شوي د هرات اوسېدونکي د سولې هیله کوي

د اورپکو له خوا په هېواد کې د څو کالو له تاوتریخوالي څخه وروسته محلي خلک په یوه غږ سره یوځای شوي او د سولې په هیله نیالګي کري.

د رایو شمېر

څومره احتمال لري چې طالبان به د چنګاښ په میاشت کې د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه مخکې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې ترسره کړي؟

نتایج وګورئ