کابل -- د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال ونیو.
چارواکو نوموړی د غایب الله په نامه یاد کړی او په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو پنځه میاشتې مخکې هغه ټاکلی وو. په اعلامیه کې د هغه د پوره نوم یا د هغه د نیونې د وخت په هکله څه نه دي ویل شوي.
په همدې اعلامیه کې راغلي، چې له دې جلا، د ملي امنیت ریاست په چمتال ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو په لیکو کې د طالبانو یو جاسوس ونیو.
چارواکو وویل، مشکوک کس، چې د غازي محمد په نامه یاد شوی، پلان درلود چې په دې ولسوالۍ کې د افغان محلي پولیسو یو قوماندان ووژني او له طالبانو سره د یوې امنیتي پوستې په نیولو کې مرسته وکړي.
اعلامیه وایي، چې نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.