د دفاع وزارت: افغان سرتېرو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د جمعې په ورځ /د مرغومي ۱۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷۱ اورپکي ووژل او ۴۹ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، په ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، دایکندي، فراه، بادغیس، فاریاب او هلمند ولایتونو کې ترسره شول.

د اعلامیې په اساس،‌ د یو عملیات په ترڅ کې په کندهار ولایت کې عسکرو د ګلاب اغا په نامه د طالبانو د یوه محلي قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه اورپکي ووژل. په همدغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه اورپکي ټپیان شول.

په یوه بله پېښه کې، افغان ځواکونو د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې اوه تنه اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500