افغان ځواکونو په کندهار کې ۴۸ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ د ځایي امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په تېرو دوه اونیو کې په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۴۸ تنه طالب اورپکي ووژل.

چارواکو وویل، دغه عملیات، چې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت هوایي ملاتړ ورسره دی، د مرغومي په ۵ مه په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې پیل شول او تر اوسه پورې روان دي.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500