کابل -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان پولیسو د پکتیکا ولایت په ښرنه کې د یوې نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ تنه طالب اورپکي ووژل.
اعلامیه د پېښې د وخت په هکله د معلوماتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې دغه اورپکي په چیلي سیمه کې د پولیسو په یوه متقابله حمله کې ووژل شول.
مقاماتو درې کلاشینکوفونه او د اورپکو درې عرادې موټر ونیول.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دغې نښتې په ترڅ کې هېڅ پولیس یا ملکیان ژوبل نه شول.