د ملي امنیت ریاست په کندهار کې ۱۱ اورپکي ونیول

سلام ټایمز

کندهار -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۱ تنه اورپکي ونیول.

په اعلامیه کې راغلي، چې مشکوک کسان په دغه ولایت کې د تخریبي فعالیتونو په پلانولو او ترسره کولو کې ښکېل ول او په کندهار ښار او همدارنګه په شاه وليکوټ، ژړۍ او میوند ولسوالیو کې ونیول شول. په دې هکله جزیات نه دي ورکړل شوي چې دغه نیونې کله ترسره شوې او آیا نیول شوي کسان طالبان دي.

اعلامیه زیاتوي، په نیول شویو کې دوه داسې مشکوک کسان هم شامل دي چې په کندهار کې یې د ځانمرګي بریدونو ترسره کولو پلان لرلو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500