د افغان ځواکونو عملیاتو په کندوز او تخار کې لږ تر لږه ۱۵ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په کندوز او تخار ولایتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه طالب اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغو عملیاتو، چې د کندوز ولایت په قلعه زال او د تخار ولایت په خواجه غار کې ترسره شول، لږ تر لږه ۲۰ تنه اورپکي ټپیان کړي دي.

اعلامیه زیاتوي،‌ چې درې افغان سرتېري ووژل شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500