د ایتلاف هوایي‌ برید په ننګرهار کې د داعش ۳ غړي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،‌ چې د ایتلاف یوه هوایي برید د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه درې غړي ووژل.

دغه برید د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ په ځنګل سیمه کې ترسره شو.

د داعش لږ تر لږه یو بل غړی ټپي شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500