مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې په ورځ /د مرغومي ۲۱مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک یوه برید په فاریاب ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د مسؤل په شمول د یادې ډلې لږ تر لږه ۶ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې برید قاري صبغت الله د دولت اباد ولسوالۍ په فېروزه کلي کې د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰ مه/ وواژه. نوموړي خپل ځان په فاریاب ولایت کې د طالبانو د استخباراتو یو تکړه کس باله.
اعلامیه زیاتوي، چې صبغت الله په دغه ولایت کې د حکومتي کارمندانو پر ضد د حملو لپاره استخباراتي معلومات وړاندې کول.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
دغه پېښه یوه اونۍ وروسته له هغه وشوه چې نوي ټاکل شوي د دفاع وزیر فاریاب ته په یوه سفر کې ژمنه وکړه چې افغان ملي اردو به په دغه ولایت کې د طالب اورپکو ځپلو ته دوام ورکړي.