کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۴مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه شپني برید کې د طالبانو یو مهم غړی، ملا حسین، وواژه.
د قره باغ د ولسوال محمد حنیف صدیقي په وینا، دغه عملیات د یکشنبې په شپه /د مرغومي ۲۳مه/ په سبز رنګ کلي کې ترسره شول.
صدیقي وویل، «ملا حسین د کابل - شمال په لویه لاره د امنیتي ځواکونو په کاروانونو په ګڼو بریدونو کې ښکېل وو،»
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.