کابل -- د مرغومي په ۲۴مه د دوشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیانو له یوه مرکز سره، چې سخت امنیت یې نیول کیږي، نژدې یوه موټربمي چاودنه وشوه.
د لسګونو تلفاتو په هکله راپور ورکړل شوی دی.
تر اوسه پورې هیچا د دغې چاودنې، چې ښار یې ولړزاوه، مسؤلیت نه دی اخیستی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، اورپکو زرغون کلی /ګرین ویلېج/ چې د ښار په ختیځ کې له یوه مزدحم سړک سره نژدې واقع دی، په نښه کړ.
چاودنه تازه ماښام وخت کې، چې د موټرو ګڼه زیاته وي، وشوه.