د افغان ځواکونو عملیاتو په فاریاب کې ۷ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان کمانډو ځواک د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه مرکز برید وکړ، چې د قوماندان په شمول یې لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، دغه عملیات، چې د افغان هوایي ځواک ملاتړ ورسره وو، د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۵مه/ په ادم کلا سیمه کې ترسره شول. اعلامیې د اورپکو د وژل شوي قوماندان نوم ابو طلحه یاد کړی دی.

لږ تر لږه پنځه نور اورپکي ټپیان شول او د وسلو ذخیرې یې ویجاړې شوې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500