د پولیسو ګډو عملیاتو په فراه کې د طالبانو تش په نامه ولسوال وواژه

سلام ټایمز

کابل -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پولیسو د ځانګړیو واحدونو د عمومي قوماندانۍ افغان ځواکونو او افغان ملي پولیسو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۵مه/ د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ګډ عملیات ترسره کړل، چې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال یې وواژه.‌

په اعلامیه کې راغلي، «د لوېدیځ فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال، ملا جمعه، د طالب اورپکو د یوه محلي قوماندان په شمول له پنځو نورو کسانو سره یوځای د شپنیو تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو،»

اعلامیه وایي، شپږ طالب اورپکي ټپیان شول او هېڅ ملکي کسانو ته زیان ور وانه وښت.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500