د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وایي، که طالبان د جنګ لاره انتخاب کړي، جنګ به دوام ومومي

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۶ مه/ وویل، چې افغانستان ته د سولې راوستل دې ته اړتیا لري چې طالبان له افغان حکومت او نورو افغانانو سره کېني.

خلیلزاد، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د چمتو کولو د هڅو د برخې په توګه په څلورو میاشتو کې دننه افغانستان او د سیمې ځینې هېوادونو ته په خپل درېیم سفر راغلی، په کابل کې افغان ژورنالستانو ته وویل، د سیمې هېوادونه هم په دې یوه خوله دي چې طالبان باید له نورو افغانانو سره مستقیمې خبرې ترسره کړي.

هغه وویل، «سولې ته تللې لاره دا ایجابوي چې طالبان د حکومت په شمول له نورو افغانانو سره کېني. په دې ټکي باندې د سیمې د ټولو شریکانو تر منځ اتفاق موجود دی.»

خلیلزاد وویل، «که طالبان غواړي چې خبرې وکړي، مونږ کولی شو خبرې وکړو. که هغوی غواړي جنګ وکړي، مونږ کولی شو چې جنګ وکړو،»

هغه زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې طالبان غواړي چې سوله وکړي، خو که هغوی مېز ته نه راتلل غوره کړي، که هغوی جنګ کول غوره کړي، متحده ایالات به د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ودرېږي او د هغوی ملاتړ به وکړي.»

طالبانو د سې شنبې په ورځ‌ /د مرغومي ۲۵ مه/ په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې دغه ګروپ ښایي خبرې وځنډوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500