په ننګرهار کې طالب او داعش اورپکي تسلیم شول

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۷ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې درې طالب اورپکي او یو د داعش غړی د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۶ مه/ په ننګرهار ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شول.‌

اورپکو ځانونه له خپلو وسلو سره یوځای په بټي کوټ ولسوالۍ کې تسلیم کړل.

دا کسان وروسته له هغه تسلیم شول چې په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا د مرغومي له ۲۱مې راهیسې پیل شویو عملیاتو خواوشا ۳۴ کلي د طالبانو له ظلم او تاوتریخوالي څخه ازاد کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500