هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۶ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روانو عملیاتو په ترڅ کې د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۳۹ تنه طالب اورپکي ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې اورپکو د آب کمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال تر قوماندې لاندې جنګ کاوه، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي چې آیا په وژل شویو کې تش په نامه ولسوال شامل دی.
اعلامیه زیاتوي، چې د محلي پاڅون ځواکونو او افغان هوایي ځواک په عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کاوه.
عسکرو د اورپکو ۳۶ موټرسایکلونه او ۳۰ بېلابېل ډول وسلې ویجاړ کړل.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.