د ایتلاف هوايي بریدونو په ننګرهار او کاپیسا کې ۶ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۶ تنه اورپکي ووژل.‌

په اعلامیه کې راغلي،‌ چې یوه برید طالب اورپکي د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱/ په الاسای ولسوالۍ کې وویشتل چې لږ تر لږه دوه کسان یې ووژل شول.‌

اعلامیه زیاتوي چې له دې جلا، ایتلافي ځواکونو د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې د داعش د ترهګرې ډلې په غړو باندې هوایي بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه ۴ اورپکي یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500