لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۵ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې د داعش درې اورپکي په یوه برید کې په اچین ولسوالۍ کې ووژل شول په داسې حال کې چې دوه نور په یوه جلا برید کې د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲ مه/ په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ووژل شول.
دا خبر وروسته له هغه راغی چې د ایتلافي ځواکونو هوایي بریدونو د روانې اونۍ په لومړیو کې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه اواچین ولسوالیو کې د داعش څلور غړي ووژل.