د ملي امنیت ریاست مؤظفینو په ننګرهار کې ۳ کسان چې د ځانمرګو بریدونو اراده یې لرله ونیول

سلام ټایمز

جلال اباد -- ولایتي ادارې د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت ریاست مؤظفینو په ننګرهار ولایت کې درې کسان، چې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو اراده یې لرله، ونیول.

په اعلامیه کې راغلي، چې مقاماتو د ولایت په مرکز جلال اباد او شینوارو ولسوالۍ کې د نیونو په ترڅ کې دوه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه ترلاسه کړل.

اعلامیه وایي، نیول شویو کسانو پلان درلود چې په دغه ولایت کې په یوه مهمه حکومتي موسسه باندې برید وکړي، خو د هدف او د نیونو د وخت په هکله یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500