لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د داعش ډلې لږ تر لږه ۴ غړي په کونړ ولایت کې هغه وخت ووژل شول، چې هغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله چې هغوی ځای پرځای کوله، وچاودېدله.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه چاودنه د پېچ درې ولسوالۍ په ګلیګل سیمه کې رامنځته شوه.