په کونړ کې له وخت نه مخکې چاودنې د داعش ۴ غړي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۸ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د داعش ډلې لږ تر لږه ۴ غړي په کونړ ولایت کې هغه وخت ووژل شول، چې هغه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله چې هغوی ځای پرځای کوله، وچاودېدله.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه چاودنه د پېچ درې ولسوالۍ په ګلیګل سیمه کې رامنځته شوه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500