افغان ځانګړیو ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له حبس څخه ۳۸ کسان وژغورل

سلام ټایمز

هلمند -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۹مه/ د دفاع د وزیر اسدالله خالد له قوله راپور ورکړ، چې افغان ځانګړیو ځواکونو دا میاشت په هلمند ولایت کې د طالبانو له حبس څخه ۳۸ بندیان ازاد کړل.‌

خالد د دغه لوی خلاصون په هکله په دفاع وزارت کې خبرې وکړې‌، او زیاته یې کړه چې افغان ځانګړیو ځواکونو دا کار له متحدینو څخه د ترلاسه شوې غیر معینې مرستې په مټ ترسره کړ.

د ځانګړیو عملیاتو د ځواکونو قوماندان، جنرال بسم الله وزیري، چې په وزارت کې په عین پروګرام کې یې خبرې کولې، وویل، دا عملیات د سلواغې په میاشت کې په آب بند ولسوالۍ کې ترسره شول.‌

هغه وویل، په راخوشې شویو بندیانو کې عسکر، پولیس،‌ ملکي خلک او د پارلمان د یوه غړي امنیتي ساتونکي شامل دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500