لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۸ غړي ووژل.
په اعلامیه کې د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته راغلي، دغه عملیات، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ترسره شول.