د بلخ دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چې له کابل سره نېغ په نېغه مذاکرات وکړي

سلام ټایمز

بلخ -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې یو شمېر دیني عالمان د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۱مه/ په بلخ ولایت کې راټول شول او پر طالبانو یې غږ وکړ چې خپلې وسلې کېږدي او له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې پیل کړي.

دیني عالمانو وویل، سوله کول د خدای رضا ته د تسلیمۍ معنی لري او طالبان باید د سولې پروسې سره له یوځای کېدلو څخه ونه وېرېږي.‌

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالاتو او طالبانو دواړو د روانې میاشتې په لومړیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شپږ ورځنیو خبرو په ترڅ کې د «پرمختګ» یادونه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500