په کندوز کې د ملي امنیت ریاست ځواکونو ۱۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۱مه/ په یوه ټویټ کې ولیکل، چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو په کندوز ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان ځواکونو دغه عملیات په خان اباد ولسوالۍ کې ترسره کړل خو په دې هکله یې څه نه دي ویلي چې دا عملیات کله ترسره شول.

د اعلامیې په اساس، په وژل شویو کې د طالبانو مهم مشران شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500