افغان او ایتلافي چارواکو د امنیت د ارزونې لپاره له کندهار څخه لیدنه وکړه

سلام ټایمز

کندهار -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان، جنرال سکاټ میلر، د جمعې په ورځ‌ /د سلواغې ۱۱مه/ کندهار ته لاړل چې په دغه ولایت کې د اورپکو پر ضد روان پوځي عملیات وارزوي.

خالد امنیتي ځواکونو ته په یوه وینا کې وویل، چې افغان ځواکونه به امنیت وساتي او له هېواد څخه به دفاع وکړي.‌

خالد وویل، «د نننۍ کتنې هدف دا دی چې امنیتي وضعه او هغه پوځي عملیات، چې په میوند او غورک ولسوالۍ کې پیل شوي، او هغه عملیات چې په نژدې راتلونکي کې به په نورو سیمو کې پیل شي، وارزول شي،»

میلر د روان کال د تلې په ۲۶مه په کندهار کې د وژنې له یوې هڅې څخه، چې د ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او ګڼ شمېر نور په کې ووژل شول، ژوندی ووت.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500