طالبانو په سمنګان کې ۱۰ ملکي کسان د پیسو نه ورکولو له امله ووژل

سلام ټایمز

سمنګان -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ د محلي چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې طالب اورپکو په سمنګان ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان له دې امله ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل چې هغوی ته یې د عشر او زکات له ورکولو څخه انکار وکړ.

د سمنګان د والي ویاند، محمد صدیق عزیزي، وویل، نښته د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۴مه/ له غرمې مخکې خواوشا ۱۱ بجې د کوز دره صوف ولسوالۍ په ګوله کلي کې هغه وخت وشوه چې طالب اورپکو هڅه کوله چې له کلیوالو څخه عشر او زکات ټول کړي.

عزیزي وویل، اوه تنه اورپکي ووژل شول.

د پېښې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500