په افغانستان کې پراخو عملیاتو لږ تر لږه ۱۹ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځمکنیو ځواکونو، چې خپلو هوایي ځواکونو یې ملاتړ کاوه، د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۱۹ تنه اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.‌

وزارت وویل، هوایي ځواک، د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره، چې ۱۲ تصفیوي عملیات او د ځانګړیو ځواکونو ۸۱ ماموریتونه یې ترسره کړل، دوه بریدونه او ۷۸ الوتنې وکړل.

دغه عملیات په ۱۱ ولایتونو کې تره سره شول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500