په تخار کې ناپېژاندو وسله والو سړیو ۲ ژورنالستان ووژل

ای اېف پي

کابل -- چاراکو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ وویل،‌ چې دوه ژورنالستان هغه وخت وویشتل او ووژل شول چې وسله والو سړیو په تخار ولایت کې د هغوی په راډېو سټېشن باندې برید وکړ.‌

دواړه سړي چې د ۲۰ کالو خواوشا عمرونه یې لرل، د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې د همصدا په نامه د یوې خصوصي راډېو په سټوډیوګانو کې دننه وویشتل شول.‌

د والي ویاند جواد هجري ای اېف پي ته وویل،‌ هیچا مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی او په دې هکله څېړنه پیل شوې ده.‌

هغه وویل، «دوه ناپېژاندي سړي د سې شنبې په ورځ د ماښام خواوشا ۶ بجې د راډیو سټېشن دفتر ته ننوتل. هغوی په دواړو خبریالانو باندې، چې په یوه ژوندي پروګرام کې د مایکونو تر شا ناست ول، ډزې وکړې. دواړه خبریالان ځای پر ځای مړه شول،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500