افغان ځواکونو په ننګرهار کې لږ تر لږه ۱۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د جمعې په ورځ /د سلواغې ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د درې ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه طالب جنګیالي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۷مه/ د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې پیل شول چې د افغان هوایي ځواک له خوا یې ملاتړ کېده.‌

اعلامیه زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د نشه ییزو توکو یو لابراتوار ویجاړ کړای شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500