د ملي امنیت ریاست د حقاني شبکې ۳ غړي، چې په کابل کې په مرګونو بمي بریدونو کې ښکېل وو، ونیول

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱ مه/ د ملي امنیت ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړی، چې د ملي امنیت ریاست منسوبینو د حقاني شبکې درې غړي، چې په کابل کې په دوه مرګونو بریدونو کې ښکېل وو، ونیول. په دغو بریدونو کې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان وژل شوي ول.

په اعلامیه کې راغلي، چې مشکوکو کسانو په دې اعتراف کړی چې د ۱۳۹۶ د غوایي په میاشت کې یې د جرمني سفارت سره نژدې او د لړم په میاشت کې د یوه برتانوي امنیتي شرکت له ودانۍ څخه بهر بریدونو په پلانولو او چمتو کولو کې رول درلود.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500