غني د ننګرهار اوسېدونکیو څخه د افغان ځواکونو تر څنګ د درېدلو له امله مننه وکړه

سلام ټایمز

ننګرهار -- د ولسمشر غني له دفتر څخه د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، هغه د یکشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۱ مه/ د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ څخه لیدنه وکړه، چې له اوسېدونکو څخه د داعش او طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو تر څنګ د ودرېدلو له امله مننه وکړي.‌

غني په یوه اعلامیه کې وویل، «دا دلیل چې مونږ وکولی شوای چې خپل لاسونه پاک کړو او دښمن پسې واخلو په یووالي کې نغښتی وو. اوس خلک، امنیتي او دفاعي ځواکونه، او حکومت زمونږ د دښمنانو پر ضد یو فکر لري او سره متحد دي،»

غني تکرار کړه چې حکومت له طالبانو سره د سولې لپاره یو هر اړخیز پلان لري او وړاندیز یې وکړ چې هغوی ته په کابل، کندهار یا ننګرهار ولایت کې دفتر ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500