پخوانی ولسمشر مجددي د ۹۳ کالو په عمر په کابل کې مړ شو

ای اېف پي

کابل -- د هغه کورنۍ د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۳ مه/ وویل،‌ چې د افغان مجاهدینو دغه قوماندان، چې د شورویانو پر ضد یې جګړه کړې وه او د سرو لښکرو له وتلو څخه وروسته د هېواد لومړی ولسمشر شو،‌ د ۹۳ کالونو په عمر ومړ.

صبغت الله مجددي، چې د شوروي اشغالګرو پر ضد د یوې لسیزې یاغیتوب په ترڅ‌ کې یې د مجاهدینو د یوې ډلې قوماناني پر غاړه لرله، د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۲مه/ له اوږدې ناروغۍ څخه وروسته د کابل په یوه روغتون کې مړ شو.‌

مجددي له افغانستان څخه د شورویانو د وتلو د ۳۰مې کلیزې له پوره کېدلو څخه درې ورځې مخکې مړ شو. شورویان د ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶مه وتلي وو.‌

د دغو ځواکونو له وتلو څخه وروسته، د افغانستان کمونست رژیم په ۱۳۷۱ کال کې نسکور شو. مجددي، چې د افغانستان د ملي نجات د جبهې مشري یې پر غاړه لرله، موقت ولسمشر وټاکل شو چې مخکې له دې چې هېواد کورنۍ جګړۍ ته ورننوځي، د قدرت شریکولو تر یوې هوکړې لاندې د دوه میاشتو په مخه کار وکړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500