غني له طالبانو سره د سولې کولو لپاره مشورتي جرګه راغواړي

سلام ټایمز

کابل -- ولسشمر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۲ مه/ له طالبانو سره د سولې د پروسې لپاره د مشورتي لویې جرګې د راغوښتلو غوښتنه وکړه .

د هغه له دفتر څخه د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې په هکله په یوه ملي مشورتي غونډه کې وویل چې دغه جرګه به په هېواد کې د یوې با وقاره سولې د رامنځته کولو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل چې د جرګې غړي «به د سولې د څرنګوالي‌ او په افغانستان کې له سولې څخه د وروسته حکومت په هکله بحث وکړي».

په پام کې ده چې جرګه را روانه میاشت په کابل کې ترسره شي. دقیقه نېټه به وروسته اعلان شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500