طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې د خبرو لپاره ۱۴ کسیز مذاکراتي ټیم اعلان کړ

ای اېف پي

کابل -- طالبانو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۳ مه/ یوه ۱۴ کسیزه ډله اعلان کړه چې روانه میاشت د قطر په دوحه کې د متحده ایالاتو له مذاکره کوونکیو سره وګوري. په دې ډله کې پنځه د ګوانتانامو د ټاپو بندیان او یو جیګپوړی اورپکی، چې په افغانستان کې بندي دی، شامل دي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره پراخې خبرې کړي،‌او تمه ده چې بله مرحله یې د کب په لومړیو کې ترسره شي.‌

په دغه مذاکره کوونکي ټیم کې، چې یاغیانو اعلان کړی دی، انس حقاني چې په ۱۳۹۳ کې نیول شوی او تر ده مشر ورور یې د طالبانو د ډلې د مشر مرستیال او د حقاني شبکې مشر دی، شامل دی. دغه اورپکی په افغانستان کې بندي دی.

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري په ټوېټر لیکلي، «انس حقاني په محبس کې دی، او د هغه د خوشې کولو لپاره هېڅ پرېکړه نه ده شوې،»

«د افغانستان خلک دې مطمئن وي چې په دې برخه کې به عدالت تأمین شي.»

خلیلزاد، چې وروستی ځل یې د سلواغې په لومړیو کې له اورپکو سره ولیدل، ویلي چې هغه هیله لري چې د چنګاښ په میاشت ترسره کېدونکیو د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه مخکې له طالبانو سره هوکړه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500