په ننګرهار کې له وخت نه مخکې بمي چاودنې ۴ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل،‌ چې په ننګرهار ولایت کې څلور تنه طالب اورپکي د هغوی د خپل بم په له وخت نه مخکې چاودنه کې ووژل شول او درې نور اورپکي ټپیان شول.‌

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ‌/د سلواغې ۲۳مه/ د خوګیاڼو ولسوالۍ په زاوه سیمه کې هغه وخت وشوه چې طالبانو د سړک په غاړه د یوه بم د ښخولو لپاره تیاری کاوه.‌

همدغه اعلامیه وایي، چې له دې جلا، د عین قول اردو د ماین پاکۍ یوه ټیم د سې شنبې په ورځ د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه اوه ځمکني ماینونه شنډ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500