د ملي امنیت ریاست د کابل د خونړي بمي برید په تړاو د داعش ۲ غړي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۵مه/ وویل چې د هغوی ځانګړیو ځواکونو په کابل کې د پهلوانۍ په یوه کلب د وږي د میاشتې د بمي برید په تړاو دوه کسان ونیول.

دغې چاودنې د دوه ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ افغانان ووژل، او خواوشا ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل. داعش د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د ملي امنیت ریاست د عملیاتو د نېټې په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته په یوه اعلامیه کې ویلي، مشکوک کسان، چې د احمد طارق اواحمد فاروق په نومونو یاد شوي، په کابل ښار کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500