د کونړ ولایت په سلګونو خلکو د سولې د غوښتنې لاریون وکړ

سلام ټایمز

کونړ -- د کونړ د ولایتي ادارې د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې د کونړ په سلګونو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۳۰ مه/ د ولایت په مرکز اسد اباد کې په یوه لاریون کې برخه واخیسته، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې سولې ته مخه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د لاریون برخه والو، چې له هلمند څخه د خلکو د سولې د حرکت له خوا تنظیم شوي وو، په طالبانو غږ وکړ چې اوربند اعلان کړي او له افغان حکومت سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

د خلکو د سولې حرکت، چې د هلمند د سولې کاروان په نامه هم یادیږي، د وري په میاشت کې په لشکرګاه کې له یوه بمي برید څخه وروسته یو ۵۰ ورځنی پرلت پیل کړ. له هغه وروسته دغه فعالان د افغانستان په بېلابېلو برخو وګرځېدل او د سولې غوښتنه یې وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500