په کندهار کې له وخت نه مخکې چاودنې ۲ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کندهار -- امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۹ مه/ وویل چې یوې له وخت نه مخکې چاودنې په کندهار ولایت کې لږ تر لږه دوه طالب اورپکي ووژل.

د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست جنرال تادین خان په یوه ټویټ کې ولیکل چې اورپکو هڅه کوله چې د دوشنبې په ماخستن په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هدیره کې بم ځای پرځای کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500