کابل -- د غني دفتر په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۳۰ مه/ په کابل کې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل سره وکتل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو خواوو د سولې د پروسې، د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې او د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزولو په هکله خبرې وکړې.