افغان ځواکونو په ننګرهار کې د طالبانو پټنځای ویجاړ کړ او ۹ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د کب ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست د ځانګړیو عملیاتو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې په یوه شپني برید کې د پنځو محلي قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۹ تنه طالب اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې د وخت په هکله د جزیاتو له ذکر کولو څخه پرته راغلي، چې دا عملیات د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې ترسره شول.

اعلامیه زیاتوي چې عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو یو پټنځای ویجاړ کړ.

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500